د پنجاب یرغل ، د ناتو چوپتیا او د دولت بېتفاوتي
سرلوڅ مرادزی   سرلوڅ مرادزی

 په کوردننه هېواد کې شخړو ته تر روستي بریده لمن وهل ، د هېواد په هوايي او ځمکني انګړ ( حریم ) د پنجاب یرغل ، د دولت بېتفاتي او په افغانستان مېشت د ناتو چوپتیا د یوه مثلث د درې ضلعو پتوګه هغه خونړی ناورین دی چې د تېر په خلاف تر هروخته زیات نن ـ سبا د افغانستان تاریخ ، هویت او شتون ګواښوي .

د پېښو روستی بهیر ښۍ چې د ناورین یادشوي لاملونه په لویلاس سره یوځای شوي او د یوه واحد تخریبګر ځواک په بڼه د افغاني ټولنې د هستۍ ټولې ریښې نړوي .

په روان کال کې د پنجاب بېشرمي او بدماشي تر روستۍ بریده اوښتې ده .

د همدې کال د فبرورۍ په دریمه د پنجاب جنګي الوتکو د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ کې د عامه وګړو کورونه او ځیني امنیتي پوستې بمبار کړې .همدارنګه پنجابي ملیشو او سرتېرو د فبرورۍ په دوهمه د خوست د ګوربزو ولسوالې پر امنیتي پوستو ډزې وکړې چې هغه مهال د افغان وسلوالوځواکونو لخوا ورته وړ ځواب ورکول شو .

خو روستیو کې د افغانستان پر ضد د پنجاب وسلوال یرغل نوې بڼه نېولې . له دریو اوونیو راهیسې پر کونړ او ننګرهار د راکټونو، هاوانونو او توغندو بریدونه کېږي او تراوسه پوري پکې په لسګونو تنه بې ګناه ملکي افغانان چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي ، وژل شوي دي.

روستیو بریدونو کې پنجابي پوځیانو پر افغاني خاوره ۷۶۱ توغندي ویشتي چې پایله کې یې ۹۱ تنه وژل یا ټپیان شوي دي . د پنجابي ځواکونو د حملو له کبله ۱۲۸ کورنۍ اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او ۱۲۰ کورونه نړېدلي دي .

د افغانستان پر سپيڅلې خاوره د پنجاب روستي بریدونه ، زموږ د هېواد په وړاندې د پنجاب د ستراتیژیکو موخو او نیتونو څرګندوی دی . تمه ده هغه افغانان چې په دې یا هغه بڼه د پنجاب په دوستۍ ، اسلامي ورورولۍ او نورو ښکلو او غوړو خبرو غولېدلي دي ماغزه يی ښورېدلي ، ویښ او ټکان يی خوړلی وي .    

اوس پوره څرګنده ده چې د ترهګرو په لاس افغانستان کې وسلوال یرغل چې څو روستیو اوونیو کې يي د القاعده د بانډمشر بن لادین له مرګ روسته نوې پراختیا موندلې او د پنجاب لخوا يي هراړخیز ملاتړ کیږي نور د پنجاب د موخو لپاره بسیا نه کوي ، نو ځکه يي د ترهګرو له یرغل سره سم  په ښکاره او بربنډه توګه د افغانستان په وړاندې مخامخ جګړه پيل کړه .

بلخوا پر افغان خاوره د پنجابي پوځ د مخامخ برید تر څنګ ، په کور دننه هم د کړکېچ زېرمې تازه ساتل کیږي . په داسې مهال چې هېواد د پنجاب لخوا د مخامخ وسلوال برید سره مخ دی او بلخوا د ایران لخوا ترهګرو ته د نویو وسلو بهیر چټکتیا موندلې ، ولسې جرګه خپل ټول ځواک او وخت دولت سره په ناندریو تېروي او ملي مسایلو ته د پخوا پشان شااړوي .

په ولسې جرګه له کندهاره د حمیدزی لالي په نوم او له ننګرهاره د حاجي ظاهر قدیر په نوم استازي له هغې ډلې څخه دی چې ولسې جرګه کې د شمالټلوالې د ځینو سیکټاریستو استازو د چلوټو ښکار کیږي او په دې حساسو شېبو کې د خپلو شخصي ګټو په موخه دولت له نویو ننګونو سره مخامخوي او ملي مسایل له یاده باسي چې تاریخ به يی د ملي درغلګرو پنوم یاد وساتي . دلته يی پر ځای بولم چې د داسې کسانو په وړاندې د ننګرهار د سرحدي قواو د مشر جنرال امین الله امیرخېل نوم رایاد کړم چې د یوه ملي شخصیت پتوګه يي د پنجاب د یرغل په وړاندې د دولت د بېتفاوتي او مقابل وړ ځواب نه ورکولو له کبله د پروټیست پتوګه له دندې استعفا وکړه . په دې اقدام سره د ننګرهار ننګیالو او پتمنو ولسونو هغه ته د ملي اتل ویاړ وبخښه او درناوۍ لونګۍ يي ور په سر کړه .

د مردۍ او نامردۍ تر منځ میل نه دی

تفاوت يي په ذره دی یا په ګام

خوشحال بابا  

دا چې په داسې مهال ولې ولسې جرګه او دولت چې بېله هغې يي هم د اوښ پشان هر څه کاږه دي بل نوی بحران ته ټېل وهل کیږي د خورا اندیښنې او پاموړ خبره ده !

څونه چې د پنجاب لخوا پر افغان خاوره وسلوال بریدونه زیاتیږي ، ترهګر تر انټر کانټېننټال هوټل پورې په راحت رسیږي ، د ایران ګواښونه او وسلې د ډنډورو پر ځای په ورځني حقیقت بدلیږي ، هومره په ولسې جرګه کې ناست بویه د ولس استازې یو د بل ګریوان څېروي ، دولت ته لینګته اچوي او په کور دننه د کړکېچ په زیاتوالي کې تر نورو روسته نه پاتیږي .

د بحران دا ټولې خواوې یوله بل سره تړلې دي .

ناټو او د ایساف ځواکونه چې واقعي شمېره يي یوازې خپله دوی ته څرګنده ده او د دوی په خوله نن ــ سبا ۱۵۰۰۰۰ یولکو پنځوس زرو تنو ته رسیږي ددې ناورین یوازې ننداره کوي . داسې څرګندیږي چې د بحران ټول اړخونه دوی تاوده ساتي . د کمېدو او زیاتېدو کیلې يي د دوی په لاس کې ده . کله چې یو اړخ کمیږی یا زیاتیږي د بل اړخ تناسب دوی کنترولوي او لوبه جاري ساتي .

د جولای په دوهمه د امنیتي چارو مسول وزیران چې ولسې جرګې ته غوښتل شوي وو ، خپلو څرګندونو کې يي د وضاحت د نشتوالې سربېره یوله بل سره متضادې خبرې وکړې. د کورنیو چارو وزیر وايي چې د پاکستان توپچي ځواکونو ډزې کړي خو د بهرنیو چارو وزیر بیا وايي چې پر افغان خاوره ډزې کوونکې څرګند نه دي چې د پاکستان دولتي ځواکونه دي او که نور څوک !  امنیتي چارواکي هم د ډزوکوونکو په اړه ژور تحلیل نلري .

بلخوا هغه کنفرانس کې چې څو ورځې مخکې کابل کې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو په موخه جوړ شوی و او هغه کې ډاکټر اشرف غني او ولسمشر کرزي ګډون درلود ، د پاکستان د روستیو بریدونو په اړه هیڅ یادونه ونه شوه .

د حکومت غټه خبره دا ده چې دوی خپله عریضه د ناټو تر غوږو رسولې خو هغوی پرې غوږ نه دی ګرولای .

د کورنیو چارو وزیر محمدي وايي :« موږ څو ځلي د ناټو له چارواکو سره د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو مسله یاده کړه خو دوی څه نه وايي او یا وايي چې دا مسله دې له دیپلوماتیکو لارو اواره شي.»

دفاع وزیر عبدالرحیم وردک هم په افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو نیوکه وکړه، ويې ویل چې د پاکستاني ځواکونو د حملو د مخنیوي لپاره ناټو ځواکونو هیڅ راز همکاري نه ده کړې. »

لنډه يي داچې دولت د پېښې په اړه افغان ملت ته یوه څرګند تحلیل ، ټاکلې تګلار او د بعدي اقدام څرګنده بڼه نشي وړاندې کولای . د بهرنیو چارو وزیر وايی چې د پاکستان روستی پوځي یرغل اوس مات شوی دی ! دا چې څنګه مات شوی او نابریالي ګڼل کیږي ، لامل يي نه په ګوته کوي . خو ددې څرګندونو سره یو ځای بیا هم پنجابي ځواکونو د ګوشتې پر ولسوالۍ نور ۴۵ راکټونه وتوغول .   

د ملي دفاع وزیر ښاغلی وردګ لا پټ ګرځي . هغه ددې پرځای چې ننګرهار او یا کونړ کې د پوځیانو په سمبالښت او چمتووالي بوخت ښکاره شوی وای ، د زیات وزن له کبله يي په ستمونو سره ځان ایله  د ولسې جرګې تالار ته ورسولای شو . 

خو د افغان دولت پر خلاف د افغانانو دریځ څرګند او غوڅ دی . ننګرهاریانو ، کابلیانو او د کونړونو خلکو په خپلو لاریونونو او څرګندونو کې د روستیو بریدونو پړه د پاکستان پر دولت واچوله او پنجاب يي وګواښاوه چې که خپلو بریدونو او وحشتونو ته ادامه ورکړي ، ځواب به يی د پنجاب پر ضد د افغانانو یو عمومي ملي قیام وي .

اوس چې پنجاب د افغانستان پر وړاندې په ټوله بېشرمۍ او سپن سترګۍ سره ، پوځي یرغل ته ادامه ورکوي او د یرغل په وړاندې دولت بېوسې او ناټو نندارچي ښکاري ، د افغانانو دنده ده چې تېر تاریخ پشان د خپلې سپيڅلې خاورې دفاع پخپلو اوږو واخلي . افغانان باید په داسې مهال خپلمنځي اختلافات یوې خوا ته کړي یو وټی او یو سوک شي او د پنجابي دوښمن خوله د خپل یووالي په سوک ورماته کړي .

اخځونه :

ــ تاند بریښناپاڼه

د ۲۰۱۱ کال د جولای دریمه

 


July 4th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات